اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر او بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس(آئي اېس سي)باني چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني د ملائېشيا پارليمنټ سپيكر تان سري داتو ډاكټرجوهري عبدل او سېنېټ ديوان نيګرا صدر داتوك آوانګ بیمی آوانګ علي بساه سره په ټېليفون جلا جلا خبرې وكړی۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې سيد يوسف رضا ګېلاني دواړو لارښودو له سږ …
لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ملائېشيا پارليمنټ سپيكر او سېنېټ صدر له بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كښې ګډون كولو بلنه وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر او بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس(آئي اېس سي)باني چيئرمين سيد يوسف رضا ګېلاني د ملائېشيا پارليمنټ سپيكر تان سري داتو ډاكټرجوهري عبدل او سېنېټ ديوان نيګرا صدر داتوك آوانګ بیمی آوانګ علي بساه سره په ټېليفون جلا جلا خبرې وكړی۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې سيد يوسف رضا ګېلاني دواړو لارښودو له سږ كال 10 نه تر 12 نومبر اسلام آباد كښې د سېنېټ آف پاكستان په كوربتوب كښې بين الپارليماني سپيكر كنفرنس كښې بلنه وركړه۔لنډ مهاله صدر د خبرو اترو په مهال سيمه ايز امن٬افهام او تفهيم او مرستې ته وده وركولو كښې پارليماني سفارتكارۍ اهميت ذكر كولو سره پاكستان سره د ملائېشيا ملګرتيا او بين الپارليماني اړيكو ته ودې وركولو كښې تعميري كردار ستائېلې۔ملائېشيا دواړو لارښودو د بلنې هركلے كړو او د پاكستان او ملائېشيا پارليمانونو ترمينځه مرستې لا زياتولو خواهش څرګندونه ئې وكړه










