د انډونيزيا په زندانونو كښې لس پاكستانيان بندي دي۔ د خارجه وزارت قامي اسمبلۍ ته تحريري ځواب

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول چې د انډونيزيا په بېلو زندانونو كښې لس پاكستانيان بندي دي٬ يو بندي ته د مرګ سزا او د نورو په كېسونو سماعت جاري دے۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د عاليه كامران د پوښتنې په ځواب د خارجه وزارت لخوا په تحريري توګه ووئيل شول چې محمد رفيق ولد غلام حسېن، محمد …

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول چې د انډونيزيا په بېلو زندانونو كښې لس پاكستانيان بندي دي٬ يو بندي ته د مرګ سزا او د نورو په كېسونو سماعت جاري دے۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د عاليه كامران د پوښتنې په ځواب د خارجه وزارت لخوا په تحريري توګه ووئيل شول چې محمد رفيق ولد غلام حسېن، محمد رياض ولد احمد، فائق اختر ولد کليم اختر، ګلزار شهباز ولد ګلزار حسېن، بشير احمد ولد عمير، سميع الله ولد قادر خان، ظهورالحسن ولد عبدالحسن، جهانګير شهزاد ولد محمد الياس، حنيف الرحمان او رحمت علي د انډونيزيا په زندان كښې بندي دي٬ په دې كسانو د نشه اي توكو، مني لانډرنګ، د قتل او د بشري قاچاق تورونه دي او محمد رياض ولد احمد ته د مرګ سزا اورولې شوې ده

مزید خبریں