اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ پارلیمانی رپورټرز ایسوسی اېشن نوې منتخب شويو عهدیدارو له مباركي وركولو سره وئيلي چې آزاد، فعاله او متحرك میډیا د جمهوریت قوي كولو او جمهوری اقدارو ودې له ضروري ده۔ د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې وفاقی وزیر د پارلیمانی رپورټرز ايسوسی اېشن نوې منتخب شوې صدر اېم بی سومرو، نائب صدر …
د اطلاعات وفاقی وزیر عطاء الله تارړ د پارلیمانی رپورټرز ایسوسی اېشن نوې منتخب شويو عهدیدارو له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ پارلیمانی رپورټرز ایسوسی اېشن نوې منتخب شويو عهدیدارو له مباركي وركولو سره وئيلي چې آزاد، فعاله او متحرك میډیا د جمهوریت قوي كولو او جمهوری اقدارو ودې له ضروري ده۔ د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې وفاقی وزیر د پارلیمانی رپورټرز ايسوسی اېشن نوې منتخب شوې صدر اېم بی سومرو، نائب صدر عثمان خان كاكړ، سیكرټر ی نوید اكبر، جوائنټ سیكرټر ی اورنګزیب كاكړ، انفارمېشن سیكرټری جاوید حسین، فنانس سیكریټری شاكر عباسی او ګورننګ باډی نورو غړو له مباركي وركړې ده۔ عطاء الله تارړ ووئيل حكومت د رايو څرګندوني په آزادۍ، جمهوری او آئینی حق كامل باور لري ، آزاد، فعاله او متحرك میډیا د جمهوریت قوي كولو او جمهوری اقدارو ودې له ضروري ده۔ده ووئيل د پارلیمانی رپورټرز ایسوسی اېشن نوې منتخب عهدیدارو كامیابی د خبريالي ورورولۍ په هغوې د باور څرګندونه ده۔ پارلیمان كارروائی اولس ته ورسولو كښې د پی آر اے كردار ستائلو سره وفاقی وزیر هيله څرګنده كړه چې د پی آر اے نوې منتخب شوي عهدیدار به د صحافت ے اعلیٰ پیشه وره معیار ته لا وده وركړي۔ده ووئيل هيله لرو چې د پی آر اے نوې منتخب شوي عهدیدار به د خبريالي ورورولۍ د حقونو تحفظ لپاره خپل كردار جاری وساتي۔










