اي سي سي ډيفنس کمپليکس جوړولو لپاره د ترلاسه شوې زمكې مالكانو ته كېش معاوضه وركولو لپاره د 4 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري وركړه

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) په اسلام آباد كښې ډيفنس کمپليکس جوړولو لپاره د ترلاسه شوې زمكې مالكانو ته كېش معاوضه وركولو لپاره د 4 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري وركړې ده۔ د اي سي سي غونډه د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب په مشرۍ كښې شوې٬ په غونډه كښې د داخله وزارت لخوا …

اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) په اسلام آباد كښې ډيفنس کمپليکس جوړولو لپاره د ترلاسه شوې زمكې مالكانو ته كېش معاوضه وركولو لپاره د 4 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري وركړې ده۔ د اي سي سي غونډه د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزيب په مشرۍ كښې شوې٬ په غونډه كښې د داخله وزارت لخوا په نيويارك كښې روزويلټ هوټل لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټ په صورت كښې د مالي معاونت په اړه په سمرۍ غور وكړو٬ د هوټل او نيويارك سټي ترمېنځه د ليز لوظنامې د ختمېدو نه وروسته دا معاونت پكار وو٬ په غونډه كښې ډيفنس کمپليکس جوړولو لپاره د ترلاسه شوې زمكې مالكانو ته كېش معاوضه وركولو لپاره د فنډز وركولو په سمرۍ هم غور وشو٬ اي سي سي دې مقصد لپاره د 4 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ منظوري وركړه كوم چې به د خزانې وزارت وركوي او د نور رقم ادا كولو ذمه واري به د سي ډي اے په ذمه وي۔ په غونډه كښې د داخله او نشه اي توكو مخنيوي وزارت لخوا امن و امان لپاره د 20 اربه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ جاج واخستې شو٫ كمېټۍ د تجويز منظوري وركولو سره پرېكړه وكړه چې دا فنډز به د خزانې وزارت لخوا داخله وزارت سره د مشاورت نه پس د ضرورت له مخې په پړاٶ كښې جاري كولې شي٬ د دې نه علاوه اي سي سي د داخله وزارت لپاره 17 کروړ 48 لکه روپو د نور فني ضمني ګرانټ هم منظوري وركړه دغسې چې د خېبر پښتونخوا فرنټيئر کور (شمال) هيډ کوارټر پېښور كښې امن و امان په ځائ د ساتلو په هڅو كښې مرسته وكړې شي٬ كمېټۍ د تجارت وزات لخوا د وړاندې كړې شوې اېس آر او مسودې منظوري وركړه چې مقصد ئ افغانستان، ايران او روسيه سره دوه اړخيزه تجارت لپاره بزنس ټو بزنس بارټر ټريډ طريقه کار كښې بدلون كول دي۔ په غونده كښې وفاقي وزيرانو علي پروېز ملك، جام کمال خان، قېصراحمد شېخ، نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي، وفاقي سيکريټريز او د اړوند وزارتونو او ريګوليټري ادارو لوړ پورو ګډون كړ

مزید خبریں