اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په كوئټه كښې د چاودنې سختو ټكو كښې غندنه كولو سره په قيمتي بشري زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې فيصل كريم كنډي وئېلي دي چې د هند په ملاتړ كښې ترهه كر د هېواد امن ته زيان رسولو او بے ګناه وګړي په …
د خېبرپښتونخوا ګورنر په كوئټه كښې ځانمرګي بريد غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په كوئټه كښې د چاودنې سختو ټكو كښې غندنه كولو سره په قيمتي بشري زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې فيصل كريم كنډي وئېلي دي چې د هند په ملاتړ كښې ترهه كر د هېواد امن ته زيان رسولو او بے ګناه وګړي په نښه كولو سره خپل ناپاك عزائم كښې كاميابېدے نه شي۔ده ووئيل چې د شهيدانو وينه به بے ضائع نه ځي او ټول قوم د ترهه ګرۍ په ضد يو موټے دي۔فيصل كريم كنډي په چاودنه كښې شهيد شويو كسانو كورنيو سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه كولو سره ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ده په وفاقي حكومت او صوبائي حكومت او قانون نافذ كونكو ادارو زور راوړو چې دا ډول بزدلانه بريدونو كښې ككړ عناصر او سهولت كار دې خپل انجام ته ورسولې شي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چې د خېبرپښتونخوا صوبه د بلوچستان اولس يو بل په درد كښې برابر شريك دي او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره ټول قوم خپلو امنيتي ځواكونو او امنيتي ادارو سره ولاړ دې۔ده د ترهه ګرو بريد په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو كردار ته هم پيرزوئنې وړاندې كړی۔










