چارسدہ 28 ستمبر (اے پي پي) وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي چې د هېواد او قوم خدمت ته خاص پام لرنه كوو،ډير زر به خېبر پښتونخوا كښې هم بدلون راشي۔ده د زوم د لارې په چارسدہ كښې د مسلم لیګ (ن) یوتھ ونګ خېبر پښتونخوا کنونشن ته خطاب کولو۔ده یوتھ ونګ خېبر پښتونخوا له په کامیاب یوتھ کنونشنز کولو مباركي …
د هېواد او قوم خدمت ته خاص پام لرنه كوو،ډير زر به خېبر پښتونخوا كښې هم بدلون راشي۔وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام

مزید خبریں
چارسدہ 28 ستمبر (اے پي پي) وفاقی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي چې د هېواد او قوم خدمت ته خاص پام لرنه كوو،ډير زر به خېبر پښتونخوا كښې هم بدلون راشي۔ده د زوم د لارې په چارسدہ كښې د مسلم لیګ (ن) یوتھ ونګ خېبر پښتونخوا کنونشن ته خطاب کولو۔ده یوتھ ونګ خېبر پښتونخوا له په کامیاب یوتھ کنونشنز کولو مباركي وركړه ۔ ده ووئيل د ځوانانو جوش او جذبه د كتلو ده،ده ووئيل مونږ انسانیت سره مينه او اولسي خذمت جذبے ته ودي وركولو له چمتو يو۔ انجینئر امیر مقام په ځيني عناصرو تنقید کولو سره ووئيل ځيني كسان يواځې ډنډورو كښې بوښت دي دغسې د مسلم لیګ (ن) ایجنډا د هېواد او قوم پرمختګ او ښېګړه ده۔ده ووئيل د قائد نواز شریف په قیادت كښې هېواد عمر له پرمختګ كړې دغسې وزیرِاعظم محمد شهباز شریف، وزیراعلی پنجاب مریم نواز شریف او ټول مسلم لیګ (ن) قیادت د هېواد پرمختګ او سوكالۍ ته پام لرنه کوي۔انجینئر امیر مقام ووئيل ډير زر به خېبر پښتونخوا كښې بدلون راشي او د پرمختګ يو نوے دورې به پېل شي۔ده د ګوند کارمندانو او ځوانانو هڅي ستائلو سره ووئيل د مسلم لیګ (ن) پیغام كور كور ته رسول د ستائنې وړ دې۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې سېلاب ځپلي يواځې نه دي، وفاقی حکومت هغوې سره دے، وزیراعظم شهباز شریف پخپله د ګلګت بلتستان پشمول په ټول هېواد كښې د سېلاب او دې نه پس د رامخې ته شوې صورتحال نګرانی کوي۔










