اسلام آباد ۔ 26 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان چاغي سيمه كښې د وسلې غورځونكې د فتنه الهندوستان ترهه ګر جهانزېب اعترافي بيان كښې هوش وړونكې انكشافات كړي دي۔ د تفصيلات تر مخه د چاغي امنيتي ځواكونو بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو خلاف كاروائي كړې ده او بلوچستان يې د ډېرې تباهۍ نه ساتلے دے۔ د كاروائي په مهال دوه ترهه ګر وژلې شوي او يو ترهه …
چاغي (بلوچستان) كښې د وسله غورځونكې د فتنه الهندوستان ترهه ګر جهانزېب اعترافي بيان ٬هوش وړونكې انكشافات

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 26 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان چاغي سيمه كښې د وسلې غورځونكې د فتنه الهندوستان ترهه ګر جهانزېب اعترافي بيان كښې هوش وړونكې انكشافات كړي دي۔ د تفصيلات تر مخه د چاغي امنيتي ځواكونو بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو خلاف كاروائي كړې ده او بلوچستان يې د ډېرې تباهۍ نه ساتلے دے۔ د كاروائي په مهال دوه ترهه ګر وژلې شوي او يو ترهه ګر جهانزېب پخپل اعترافي بيان كښې ووئېل زما اصل نامه جهانزېب علي ده او تنظيمي نامه مې علي جان ده٬ ما د ترهه ګر زبېر احمد سره په ګډه كار كولو ٬ زه د تېرو دوو كالو نه د تنظيم سره ووم چرته به چې زبېر ترهه ګر د وانكارۍ منصوبه جوړوله۔ د 24 ستمبر په شپه امنيتي ځواكونو زما كور په ولقه كښې واغست او مونږ ته يې د وسلې غورځولو غږ وكړو ٬ ترهه ګر نثار او زبېر په ځواكونو ډزې وكړې او زبېر د ګرفتارۍ نه خپل ځان پخپله مړ كړو او نثار د امنيتي ځواكونو په ډزو ووژلے شو٬ما خپله وسله وغورځوله او امنيتي ځواكونو زه ژوندے ونيولم۔ زما د نزدې ملګري د مرګ نه پس ماته احساس وشو چې د مسئلې حل جنګ نه دے ٬ زمونږ په ټولنه كښې ځېنې طلبه او نور تنظيمونه د ګمراه كردار تر سره كوي۔ ٬ دا تنظيمونه د ځوانانو د جنګ باعث جوړېږي ۔ د دفاعي پوهانو وېنا ده چې د فتنه الهندوستان ترهه ګر په بلوچستان كښې د ترهه ګړۍ په كاروائيانو كښې ككړ دي ٬ د بلوچ يكجهتي كمېيټي او نور تنظيمونه ځوانان غولوي او هغوي د خپلو ناوړه مقاصدو لپاره كاروي










