پېښور 26 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان پاورټي ايليويشن فنډ ( پي پي اے اېف) تر سېوري لاندې د جمعې په ورځ ګورنر هاٶس كښې د "قوي كميونټي او په خېبر پښتونخوا كښې په غربت كښې د كمي پروګرام د لارې د انتها پسندۍ مخنيوي" په سرخط كنفرنس وشو چې پكښې د صوبې ګورنر فېصل كريم كنډي د خاص مېلمه په توګه حېث ګدون وكړو ۔ د ګورنر هاٶس …
د پي پي اے اېف تر سېوري لاندې په غربت كښې د كمي په اړه ګورنر هاوس كښې كنفرنس ٬ د ګورنر د خاص مېلمه په حېث ګډون

مزید خبریں
پېښور 26 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان پاورټي ايليويشن فنډ ( پي پي اے اېف) تر سېوري لاندې د جمعې په ورځ ګورنر هاٶس كښې د “قوي كميونټي او په خېبر پښتونخوا كښې په غربت كښې د كمي پروګرام د لارې د انتها پسندۍ مخنيوي” په سرخط كنفرنس وشو چې پكښې د صوبې ګورنر فېصل كريم كنډي د خاص مېلمه په توګه حېث ګدون وكړو ۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په كنفرنس كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام فوكل پرسن سيده آمنه بتول، د نېشنل كميشن آن دي سټيټس آف ويمن(اېن سي اېس ډبليو) سيكرټري حميرا ضيا مفتي، د پي پي اے اېف سي اي او نادر ګل او نورو ګډون وكړو ۔ په دې موقع ګورنر د پي پي اے اېف په اهتمام كښې د انفراسټركچر سكيم او اوليو پراجيكټ پرانسته هم وكړه۔ ده په كنفرنس كښې د بېلا بېلو سټالونو معائنه وكړه او تربيه ترسره كوٶنكو اهلكارو له سندونه او هنرمندو مېرمنو له يې د سود نه غېر د قرض وركولو چېكونه هم وركړل۔










