د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د باړه سيمې ضلع خېبر دوره٬قبائيلي مشرانو او د سيمې اولس سره ملاقات

پیښور 25 ستمبر (اے پي پي(د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د زيارت په ورځ د باړه سيمې ضلع خېبر دوره وكړه۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ملك ظاهر شاه حجره كښې قبائېلي مشرانو او د سيمې اولس سره ملاقات وكړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د تيراه په افسوسناكه پېښه د شهيدانو لپاره فاتحه خواني وكړه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د شهيدانو لوړو …

پیښور 25 ستمبر (اے پي پي(د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د زيارت په ورځ د باړه سيمې ضلع خېبر دوره وكړه۔د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ملك ظاهر شاه حجره كښې قبائېلي مشرانو او د سيمې اولس سره ملاقات وكړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د تيراه په افسوسناكه پېښه د شهيدانو لپاره فاتحه خواني وكړه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونې لپاره راغلے يم٬د تيراه پېښه ډېره افسوسناكه ده٬د شهيدانو په غم كښې برابر شريك يو۔ده ووئيل امن لپاره به مونږ ټولو له يو كېدل وي او مونږ له پكار دي چې يوه جرګه جوړه كړو چې وفاق سره خبره وكړو ٬په جرګه كښې به د ټولو سياسي ګوندونو او قبائيلي سيمو مشران شامل وي۔فيصل كريم كنډي ووئيل د خېبرپښتونخوا خلق امن خوښي او د امن داعيان دي

مزید خبریں