كراچي 24 ستمبر (اے پي پي) د سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون د اكيډميك كونسل 15مه غونډه د پوهنتون سينيټ هال كښې د وائس چانسلر ډاكټر مجيب صحرائي په مشرۍ كښې وشوه۔كونسل د فيكلټي آف ايجوكېشن٬فيكلټي آف سائنسز٬فيكلټي آف انفارمېشن ټېكنالوجي او فيكلټي آف منيجمنټ٬بزنس ايډمنسټرېشن او د كامرس بورډ او د مينټس جاج واغست او د هغې منظوري يې وركړه۔په غونډه كښې د هائير ايجوكېشن كمېشن پالېسۍ ترمخه د نوو …
د سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون د اكيډميك كونسل 15مه غونډه

مزید خبریں
كراچي 24 ستمبر (اے پي پي) د سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون د اكيډميك كونسل 15مه غونډه د پوهنتون سينيټ هال كښې د وائس چانسلر ډاكټر مجيب صحرائي په مشرۍ كښې وشوه۔كونسل د فيكلټي آف ايجوكېشن٬فيكلټي آف سائنسز٬فيكلټي آف انفارمېشن ټېكنالوجي او فيكلټي آف منيجمنټ٬بزنس ايډمنسټرېشن او د كامرس بورډ او د مينټس جاج واغست او د هغې منظوري يې وركړه۔په غونډه كښې د هائير ايجوكېشن كمېشن پالېسۍ ترمخه د نوو كورسز او پنځم سمسټر نه پس د زده كوونكو لپاره د انټرنشپ پشمول په نورو تعليمي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دې اړه پريكړې وشوې۔په غونډه كښې د پوهنتون د تعليمي كاركردګۍ جاج واخستلے شو او په دې خبره زور راوړلے شو چې معياري تعليم سره سره دې تحقيقي كار ته پام لرنه وكړې شي۔كونسل د بورډ آف فيكلټي آف انفارمېشن ټېكنالوجي سفارشات منظورولو پريكړه وكړه چې هغه د انډسټري ايډوائزري بورډ سره سره يو صنعتي رابطه كمېټۍ لپاره پالېسي فريم ورك جوړ كړي۔كونسل ډاكټر سټيفن جان٬چيئرپرسن ډيپارټمنټ آف ايجوكېشن او ډائرېكټر عبدالحفيظ خان چيئرپرسن ډيپارټمنټ آف سافټ ويئر انجنيئرنګ٬د ډسپلن كمېټۍ غړي نامزد كړل۔د دې نه ځانله د پخوانو غړو موده پوره كېدو نه پس كونسل ډاكټر جمشيد عادل هاليپوټو٬ډين فيكلټي آف منيجمنټ٬بزنس ايډمنسټرېشن اينډ كامرس او ډاكټر سيد آصف علي٬پروفيسر آرټيفيشل انټيلي جنس اينډ ميتهيميټيكل سائنسز ايفي ليشن كمېټۍ لپاره د نامزدګۍ منظوري وركړه۔اكيډميك كونسل ته وينا كښې وائس چانسلر ډاكټر مجيب صحرائي ووئيل دا مهال مونږ په يو چېلنجنګ نړۍ كښې ژوند كوو چرته چې د وخت سره سره د اعلٰی تعليم پشمول په ټولو څانګو كښې نوې چېلنجونه رامخې ته كيږي٬بايد پوهنتون دغه چېلنجونه قبول كړي او ښه والي لپاره خپلې پالېسۍ او طرزعمل بدل كړي۔ده ووئيل د نن ډيجيټل دور زده كوونكي هم د پخوانو زده كوونكو څخه مختلف دي۔دې لپاره دې تدريسي تګلارې سره سره كورسز د جديد دور ضروريات له مخې ډيزائن كړے شي۔ډاكټر مجيب صحرائي زده كوونكو له معياري تعليم وركولو كښې د فيكلټۍ كردار ستائېلو سره ووئيل سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون د هېواد يو ښه پوهنتون دے٬ده دا هم ووئيل د سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون جولائي مياشت كښې خپل پنځم كانوكيشن كاميابۍ سره كړے چې پكښې 367 زده كوونكو له ډګرۍ وركړې شوي٬په هغه كښې د سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون وړومبے پي ايچ ډي هم شامل ؤ ۔ده ووئيل پوهنتون خپلو زده كوونكو له ضروري آسانۍ او د زده كړو موقعو وركولو لپاره هلې ځلې كوي۔په دې لړ كښې هشمت لودهي يوتھ ډوېلپمنټ سنټر٬سټودنټس ډوېلپمنټ فند او اے آئي ليب جوړ شوي ۔د سندھ مدرسته الاسلام پوهنتون د صنعت سره د خپلو رابطو د لارې زده كوونكو له د ملازمت موقعې هم راپېدا كوي۔










