كوئټه۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د صوبائي سر ښار كوئټه بشمول د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو كښې د پشتون كلچر ډے په ملي جذبه او ولوله سره ونمانځلې شوه۔ د كلتور محكمې ٬ سياسي ګوندونو او د سول سوسائټۍ د اړخه بېلا بېلې دستورې وكړې شوې٬ د ځوانانو كلتوري لباس اغوستے ؤ او د ډهوال سرنا سره يې اتڼ وكړو۔ د تفصيلات تر مخه كوئټه٬ پشين٬ قلعه عبد …
د كوئټه پشمول د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو كښې د پشتون كلچر ډے په جذبه او ولوله سره ونمانځلې شوه

مزید خبریں
كوئټه۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د صوبائي سر ښار كوئټه بشمول د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو كښې د پشتون كلچر ډے په ملي جذبه او ولوله سره ونمانځلې شوه۔ د كلتور محكمې ٬ سياسي ګوندونو او د سول سوسائټۍ د اړخه بېلا بېلې دستورې وكړې شوې٬ د ځوانانو كلتوري لباس اغوستے ؤ او د ډهوال سرنا سره يې اتڼ وكړو۔ د تفصيلات تر مخه كوئټه٬ پشين٬ قلعه عبد الله ٬ چمن ٬ قلعه سېف الله ٬ ژوب ٬ زيارت ٬ موسې خېل ٬ هرنائي ٬ او د سبي پشمول مختلف ضلعو كښې د بشتون كلچر ډے په جذبه او ولوله ونمانځلې شوه۔ په دې مهال مشاعرۍ ٬ بېلې دستورې ٬ كلتوري شوز او لاريونونه وكړے شول چې پكښې ځوانانو ٬ طلباﺀ او اولس په ګن شمېر ګدون وكړو۔ ګدون كوونكو خپلو پېغامونو كښې ووئېل ژوندي قامونه عمر له پخپل كلتور او تاريخ وياړ لري او د دې تحفظ لپاره هڅې كوي۔ پشتون كلتور د امن ٬ مېلمستيا٬ مړانې او د غېرت علامت دے۔ دا ورځ نمانځل زمونږ راتلونكې نسلونه د خپل تاريخ او اقدارو نه خبرول دي۔










