د ملي كلتور او مورنۍ ژبې د خدمتګارو خدمت او احترام هم ضروري دے۔ ګورنرجعفرخان مندوخيل

كوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخېل وئيلي دي د ملي كلتور او مورنۍ ژبې د خدمتګارو خدمت او احترام هم ضروري دے٬ كه مونږ د خپلو قامي ژبو تحفظ لپاره كوټلې اقدامات ونه كړل نو د دې وجود ته به هم يو شمېر خطرې رامخې ته شي۔ په پشتو اكيډمي كوئټه كښې د پشتون كلچرل ډے په مناسبت سره دستورې ته خپلې وېنا كښې ګورنر …

كوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخېل وئيلي دي د ملي كلتور او مورنۍ ژبې د خدمتګارو خدمت او احترام هم ضروري دے٬ كه مونږ د خپلو قامي ژبو تحفظ لپاره كوټلې اقدامات ونه كړل نو د دې وجود ته به هم يو شمېر خطرې رامخې ته شي۔ په پشتو اكيډمي كوئټه كښې د پشتون كلچرل ډے په مناسبت سره دستورې ته خپلې وېنا كښې ګورنر ووئيل د قامي ژبې او كلتوري پرمختګ او خپرولو لپاره د جديد ټيكنالوجي څخه بشپړه واقفيت او استفاده ته اړتيا ده٬ په دا ډول دستورو كښې ګډٶن هم د خپلې برخې د كردار لوبولو مترادف دے۔ ګورنر جعفرخان مندوخېل ووئيل دا مهال ضروري ده چې مونږ خپل نوې كول د مورنۍ ژبې٬ كلتور او تاريخ نه خبر كړو٬ كلتوري ورځ مونږ ته د اجتماعيت او خپلولۍ احساس رايادوي، كلتور د يو قام د ياداشت په توګه په زرګونو كلونو محيط دے٬ اقدار، تجربې او تاريخ زمونږ د شرېكې پېژندګلې او د سباٶن د پېشرفت د بنياد په توګه كار كوي٬ ده ووئېل كلتور ھغه تار دے كوم چې زمونږ ماضي٬ حال او سباٶن يو ځاے تړي۔ ده ووئيل د پښتون قام تاريخ د زرګونو كلونو قدامت لري او پښتو ژبه د نړۍ په څلوېښتو لويو ژبو كښې شامله ده٬ نن هم پښتون قام خپل زړه راښكونكې روايتي ملبوسات٬ خوندره خوراكونو٬ كلتوري ګډاګانو (اتڼ)٬ د جرګې نظام٬ انسان دوستۍ او د مېملستيا د غوره اقدارو او روايات آمين دے۔ په دستوره كښې د بېلا بېلو سياسي تنظيمونو مشرانو، د ايران د كلتور سينټر ډائريكټر ابو الحسن اميري، د بلوچستان پښتو اكيډمۍ صدر ډاكټر رحمت الله نيازي پشمول اديبانو٬ شاعرانو او مېرمنو په لويه كچه ګډون وكړو ٬ د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخېل د پښتو اكيډمۍ غړو او مېلمنو ته يادګاري شيلډز وركړل او مېرمنو غړو ته يې كلتوري شالونه ورپسر كرل۔ د دې نه وروستو ګورنر په پښتو اكيډمۍ كښې د پښتو ډيجيټلائزيشن منصوبې رسمي پرانسته وكړه٬ د كلتور ورځ په حواله د لګولے شوو سټالونو يې څارنه وكړه او په قديم نوادرات او كلتوري ملبوساتو كښې ئې خوښي ولرله۔

مزید خبریں