پينډۍ 20 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی پارلیمانی سیكرټری بیرسټر دانیال چوهدری وئيلي چې وزیراعظم محمد شهباز شریف او سعودی ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان ترمينځه ترسره شوې پاك سعودی سټریټجكي دفاعی لوظنامه يوه تاریخی كاميابي ده كومه چې نه يواځې د پاكستان بلكه د ټولي اسلامي نړۍ د اتحاد علامت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل …
د وزیر اعظم او سعودی ولی عهد ترمينځه ترسره شوې دفاعی لوظنامه تاریخی كاميابي ده كومه چې نه يواځې د پاكستان بلكه د ټولي اسلامي نړۍ د اتحاد علامت دے۔وفاقی پارلیمانی سیكرټری بیرسټر دانیال چوهدری

مزید خبریں
پينډۍ 20 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی پارلیمانی سیكرټری بیرسټر دانیال چوهدری وئيلي چې وزیراعظم محمد شهباز شریف او سعودی ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان ترمينځه ترسره شوې پاك سعودی سټریټجكي دفاعی لوظنامه يوه تاریخی كاميابي ده كومه چې نه يواځې د پاكستان بلكه د ټولي اسلامي نړۍ د اتحاد علامت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د پاكستان قوم سعودی عرب او مقدس ځايونه خپل ځان څخه زيات عزیز لري او سعودی عرب دفاع كول دینی فریضه ګڼي،دې لوظنامي سره به پاكستان د سلامتیا، سيمه كښې استحكام او مسلمانانو اتحاد ته نوې اړخ ترلاسه شي كوم به چې د يو نوې دور شروعات ثابت شي۔ده په دې مهم پیش رفت وزیراعظم محمد شهباز شریف او سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دا اقدام د نوې نسلونو د تحفظ ضامن او دواړو اسلامي هېوادونو لپاره د فخر وړ دے۔










