ډيره مراد جمالي٬ د اولس خذمت زمونږ سياسي نصب العېن دے٬ د كوم نه به چې كله هم مونږ وروستو نه شو٬ صوبائي پارلمانې سېكرټري

ډېره مراد جمالي ۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د صوبائي اسمبلۍ غړي او پارلماني سېكرټري ايكسائز اېنډ ټېكسېشن جاجي محمد خان لهړي وئېلې دي د اولس خذمت زمونږ سياسي نصب العېن دے٬ د كوم نه به چې كله هم مونږ وروستو نه شو٬ زما په سيمه كښې په 50 كلوميټره اوږدو ټاپ سړكونو منصوبه په تندۍ سره كار روان دے د كومو به چې په زړه پورې نتيجې رامخې …

ډېره مراد جمالي ۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د صوبائي اسمبلۍ غړي او پارلماني سېكرټري ايكسائز اېنډ ټېكسېشن جاجي محمد خان لهړي وئېلې دي د اولس خذمت زمونږ سياسي نصب العېن دے٬ د كوم نه به چې كله هم مونږ وروستو نه شو٬ زما په سيمه كښې په 50 كلوميټره اوږدو ټاپ سړكونو منصوبه په تندۍ سره كار روان دے د كومو به چې په زړه پورې نتيجې رامخې ته شي۔ هغه ووئېل د سيمې درېو سكولونو له د هائر سېكنډري درجه وركرې شوې ٬ دغسې د تعليم ٬ روغتيا او د اوبو څښلو منصوبې د اولس لپاره په بيره تر سره كېدونكې دي ٬هغه ووئېل دا محكمې په جديد ډول سمولې شي ځكه چې دا نېغ په نېغه د اولس بنيادي ضروريات سره تعلق لري۔ هغه ووئېل د وزيراعلې مير سرفراز بګټي په امر په ټول بلوچستان كښې د حكومت په پرمختيائي پرېكړو عمل درآمد كېږي٬ په تعليم او د روغتيا محكمو كښې په خالي چوكو په مېرټ تعيناتۍ د حكومت د اولس دوسته پالېسيو ښكاره ثبوت دے۔

مزید خبریں