د مورني وطن دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني وركوؤنكي فرزندان د قام اتلان دي: د بلوچستان وزيراعلی

کوئټه۔ 18 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د زيارت په ورځ په يوه لنډه دوره لورالائي ته ورسېد چرته چې هغه د شهید کېپټن وقار خان کاکړ په كور غمجنې كورنۍ سره غمرازي او لاس نيوه وكړه۔ وزیر اعلیٰ کېپټن وقار شهید ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چ د مورني وطن دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني وركوؤنكي فرزندان د قام اتلان …

کوئټه۔ 18 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د زيارت په ورځ په يوه لنډه دوره لورالائي ته ورسېد چرته چې هغه د شهید کېپټن وقار خان کاکړ په كور غمجنې كورنۍ سره غمرازي او لاس نيوه وكړه۔ وزیر اعلیٰ کېپټن وقار شهید ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چ د مورني وطن دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني وركوؤنكي فرزندان د قام اتلان دي او د هغوي ځانګړې قربانۍ به كله هم هېرې نه كړې شي ۔ وزيراعلی ووئيل د بلوچستان 28 زره څخه زيات ځوانان دا مهال په پاك پوځ كښې خذمات ترسره كوي كوم چې د صوبې د اولس وطن سره د مينې او عقيدت ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل د شهيدانو كورنۍ به يوازې نه پرېښودلې كېږي٬ د حكومت دروازې دوئي لپاره پرانستې دي او هغوي د عزت او اكرام مستحق دي۔ ده ووئيل شهيدان تل ژوندي وي او د شهيدانو كورنيو ته سلام او د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كول زمونږ اخلاقي ذمه واري ده۔ په دې موقعه صوبائي وزيران ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي ٬ سلاكاران ٬ قبائلي مشران او اعلی چارواكي هم موجود وو كومو چې د شهيد كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں