کراچۍ 17 ستمبر (اے پي پي) په شنګھائي ښار كښې د چين د نامتو يوټونګ بس کمپنۍ چارواكو د سندھ سينئر وزير شرجيل انعام مېمن او سيد ناصر حسېن شاه سره ليدلي او په سندھ كښې د ټرانسپورټ او د توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقع يې تفصيلي خبرې كړې۔ د شورو په ورځ د جاري اعلاميه له مخې په دې موقع دواړو ډلو د ټرانسپورټ او …
شنګھائي كښې د چين د يوټونګ بس کمپنۍ چارواكو د سندھ صوبائي وزيرانو سره وليدل٬ په سرمايه كارۍ د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
کراچۍ 17 ستمبر (اے پي پي) په شنګھائي ښار كښې د چين د نامتو يوټونګ بس کمپنۍ چارواكو د سندھ سينئر وزير شرجيل انعام مېمن او سيد ناصر حسېن شاه سره ليدلي او په سندھ كښې د ټرانسپورټ او د توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقع يې تفصيلي خبرې كړې۔ د شورو په ورځ د جاري اعلاميه له مخې په دې موقع دواړو ډلو د ټرانسپورټ او متبادل توان په څانګو كښې مرستې لا زياتولو ته سلاح شوې٬ په دې موقع د يوټونګ بس كمپنۍ چارواكو وزيران د خپل نوي او جديد ماډل بسونو په اړه خبر كړل او په پاكستان په خاص توګه په سندھ كښې د خپلو بسونو په معرفي كولو كښې يې خوښي څرګنده كړه۔ د يادونې وړ ده د سندھ صوبائي وزيرانو صدر مملكت آصف علي زرداري سره د چين په دوره دي۔










