د بنوں، په ميريان تھاڼه او مزنګه پوليس چوکۍ د ترهګرو بريد ناكامه كړے شو

پېښور 17 ستمبر (اے پي پي) بنوں كښې د فتنةٔ الخوارج ترهګرو د شپې په ميريان تهاڼه او چوکي مزنګه بريد كړے خو د پوليس په وخت ٬ مړانه او موثره ځوابي كاروائۍ په سبب دواړه بريدونه ناكامه كړے شول او ترهګر په تخښتېدو مجبور شول ۔ د بنوں پوليس وياند له مخئ په ميريان تهاڼه ګڼ شمېر ترهګرو بريد كړے خو ولې د پوليس په بشپړه كاروائۍ هغوي وتښتېدل …

پېښور 17 ستمبر (اے پي پي) بنوں كښې د فتنةٔ الخوارج ترهګرو د شپې په ميريان تهاڼه او چوکي مزنګه بريد كړے خو د پوليس په وخت ٬ مړانه او موثره ځوابي كاروائۍ په سبب دواړه بريدونه ناكامه كړے شول او ترهګر په تخښتېدو مجبور شول ۔ د بنوں پوليس وياند له مخئ په ميريان تهاڼه ګڼ شمېر ترهګرو بريد كړے خو ولې د پوليس په بشپړه كاروائۍ هغوي وتښتېدل ٬ د دې نه وروستو ترهه ګرو په مزنګه چېك پوسټ هم بريد وكړو او دغلته هم د پوليس د بشپړه كاروائۍ په سبب ترهګر په شا كېدو مجبور شول ۔ په دواړو بريدونو كښې ترهګرو راکټ لانچر او نوره وسله كارولې ده ٬ په دې موقع څلور پوليس اهلكار معمولي ژوبل شوي كوم چې طبي مرستې لپاره روغتون ته منتقل كړے شوي۔ د پوليس وېنا ده چې د اولس د ځان او مال تحفظ به په هر حال باوري كولې شي۔

مزید خبریں