د غزه مسلمانانو لپاره د مرستې 100 ټنه سامان واستولے شو، مرسته د پاكستان لخوا فلسطينيانو لپاره د مينې پيغام دے۔ وزيراعلی مريم نواز شريف

لاهور 15 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان لخوا د غزه مسلمانانو لپاره علامه اقبال انټر نيشنل ايئر پورټ لاهور څخه د مرستې 100 ټنه سامان د خصوصي الوتكې د لارې استولې شوې٬ د اېن ډي اېم اے په مشرۍ كښې او د الخدمت فاٶنډيشن په مرسته غزه لپاره د ګل په ورځ د مرستې سل ټنه سامان لېږلے شوے دے٬ دا د پاكستان لخوا په مجموعي توګه 22م كهېپ …

لاهور 15 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان لخوا د غزه مسلمانانو لپاره علامه اقبال انټر نيشنل ايئر پورټ لاهور څخه د مرستې 100 ټنه سامان د خصوصي الوتكې د لارې استولې شوې٬ د اېن ډي اېم اے په مشرۍ كښې او د الخدمت فاٶنډيشن په مرسته غزه لپاره د ګل په ورځ د مرستې سل ټنه سامان لېږلے شوے دے٬ دا د پاكستان لخوا په مجموعي توګه 22م كهېپ دے٬ تر اوسه د لېږلې شوي سامان مجموعي وژن 2127 ټنه دے٬ د مرستې په سامان كښې راشن بيګز٬ اوړه، وريژې، خوراكي تېل٬ چڼه، او مېوې شاملې دي۔ د سامان لېږلو په دستوره كښې وزيراعلی مريم نواز شريف د خاص مېلمنې په توګه ګډون وكړو۔ په دې موقع حكومتي نمائندګان او د اېن ډي اېم اے لوړ پوري هم موجود وو۔

مزید خبریں