په سوئيلي وزيرستان كښې شهيد شوي اهلكار خپلو پلرنو سيمو كښې خاورو ته وسپارلې شول

پېنډۍ 15 ستمبر (اے پي پي) سوئيلي وزيرستان كښې د ترهګرو په ضد په مړانه د جنګ كولو په مهال شهيد شوي اهلكار خپلو پلرنو سيمو كښې خاورو ته وسپارلې شول٬ سپاهي نصر او روزي خان د بلوچستان په پشين او بارکھان كښې پوځي اعزاز سره خاورو ته سپارلې شوي۔ د تفصيلاتو له مخې د شهيدانو د جنازې په لمونځ كښې د شهيدانو كورنيو، سول او عسکري چارواكو، د سيمې …

پېنډۍ 15 ستمبر (اے پي پي) سوئيلي وزيرستان كښې د ترهګرو په ضد په مړانه د جنګ كولو په مهال شهيد شوي اهلكار خپلو پلرنو سيمو كښې خاورو ته وسپارلې شول٬ سپاهي نصر او روزي خان د بلوچستان په پشين او بارکھان كښې پوځي اعزاز سره خاورو ته سپارلې شوي۔ د تفصيلاتو له مخې د شهيدانو د جنازې په لمونځ كښې د شهيدانو كورنيو، سول او عسکري چارواكو، د سيمې مشرانو او نور اولس په لويه شمېره ګډون وكړو۔ د سيمې مشرانو او اولس غمژنو كورنيو او مېړنو ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې٬ د صدرآصف علي زرداري، چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير او سينئر پوځي چارواكو لخوا د شهدانو په قبرونو د ګلونو څادرونه خپاره كړې شول، پاك پوځ د خوږ هېواد د ترهګرۍ لعنت څخه پاكولو لپاره د قربانيو د سفر جاري ساتلو عزم لري۔

مزید خبریں