پېښور 11 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی د صوبې په بېلو سيمو كښې د امنيتي ځواكونو د اړخه د فتنه الخوارج په ضد په کامیابه کارروائیو او د 19 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند ووئيل امنيتي ځواكونو د خپلي بهادرۍ او پیشه وره پوهې مظاهره کولو سره د ترهه ګرو نيټ ورك په …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
پېښور 11 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی د صوبې په بېلو سيمو كښې د امنيتي ځواكونو د اړخه د فتنه الخوارج په ضد په کامیابه کارروائیو او د 19 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند ووئيل امنيتي ځواكونو د خپلي بهادرۍ او پیشه وره پوهې مظاهره کولو سره د ترهه ګرو نيټ ورك په ښه ډول په نخښه كړے كوم چې د ستائنې وړ دے،د ترهه ګرۍ ختمولو له د ځواكونو عزم او قربانۍ د قام لپاره د وياړ وړ دي۔ فیصل کریم کنډي ووئيل د خېبرپښتونخوا اولس يو امناكه او سوكاله صوبې جوړولو لپاره د خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو او امنيتي ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔










