د بلوچستان وزیراعلیٰ په اکالزئی یارو كښې د کانټر ټیررازم ډیپارټمنټ (سي ټي ډي) په کامیابه کارروائی د اطمینان څرګندونه

کوئټه 11 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی اکالزئی یارو كښې د کانټر ټیررازم ډیپارټمنټ (سي ټي ډي) په کامیابه کارروائی د اطمینان څرګندونې كولو سره وئيلي دي سي ټي ډي په وخت او موثره کارروائی کولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناکامه كړل۔ بلوچستان كښې امن په ځائې ساتلو لپاره سي ټي ډي او د نورو سیکیورټی ادارو قربانۍ او خذمات د ستائنې وړ …

کوئټه 11 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی اکالزئی یارو كښې د کانټر ټیررازم ډیپارټمنټ (سي ټي ډي) په کامیابه کارروائی د اطمینان څرګندونې كولو سره وئيلي دي سي ټي ډي په وخت او موثره کارروائی کولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناکامه كړل۔ بلوچستان كښې امن په ځائې ساتلو لپاره سي ټي ډي او د نورو سیکیورټی ادارو قربانۍ او خذمات د ستائنې وړ دي۔خپل جاري بيان كښې د بلوچستان وزیراعلیٰ میرسرفرازبګټي د سي ټي ډي کارکردګي ستائېلو سره ووئيل سي ټي ډي په وخت او موثره کارروائی کولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناکامه كړي۔ده ووئيل په اکالزئی یارو كښې وژلې شوي ترهه ګر بېلو کارروائیو كښې ككړ وو،د كومو ختمولو سره به چې صوبه كښې د امن و امان صورتحال نور هم ښه شي۔ میر سرفراز بګټی ووئيل بلوچستان كښې امن ساتلو لپاره سي ټي ډي او د نورو سیکیورټي ادارو قربانۍ او خذمات د ستائنې وړ دي۔وزیر اعلیٰ ووئيل صوبه كښې اولس له امناكه ماحول وركولو ته حكومت پام لرنه كوي او د بلوچستان اولس د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناکامه كولو كښې د امنيتي ادارو سره ولاړ دے۔ده ووئيل د امن بحالۍ لپاره اولسي مرسته تر ټولو لويې قوت دے او حکومت په دې عزم كار كوي چې بلوچستان به امناكه، سوكاله او پرمختګ كونكې صوبه جوړولې شي۔ وزیراعلیٰ د دې عزم پخلے وكړو چې د صوبې اولس سوكالۍ او پرمختګ لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔

مزید خبریں