په اسمبلي رولز كښې بدلون تاريخي سنګ ميل دے٬ قوي ادارې د مضبوط قام بنياد دے۔ وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور

پېښور 10 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور وئيلي دي نن د صوبائي اسمبلۍ د تاريخ مهمه ورځ ده چې 37 كاله پس په اسمبلي رولز آف بزنس كښې بدلون وكړے شو٬ دې اصلاحات څخه به د اسمبلي په كارروائۍ كښې بهتري راشي او د دې نېغ په نېغه ګټه به اولس ته اورسي۔ د شورو په ورځ د اسمبلۍ د قواعدو او ضوابطو د …

پېښور 10 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور وئيلي دي نن د صوبائي اسمبلۍ د تاريخ مهمه ورځ ده چې 37 كاله پس په اسمبلي رولز آف بزنس كښې بدلون وكړے شو٬ دې اصلاحات څخه به د اسمبلي په كارروائۍ كښې بهتري راشي او د دې نېغ په نېغه ګټه به اولس ته اورسي۔ د شورو په ورځ د اسمبلۍ د قواعدو او ضوابطو د توثيق دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعليٰ ووئيل په ادارو كښې اصلاحات زمونږ نصب العېن دے ځكه چې قوي ادارې هم د مضبوط هېواد او قام ضمانت دے۔ ده ووئيل په اسمبلۍ كښې اصل مقصد قانون سازي ده، خو زياتره په ايوان كښې د مسئلو د حل په ځاے په غېر ضروري تنقيد وخت ضائع كېږي٬ مونږ ټول په دواړه جهانه ځواب وركوٶنكي يو۔ ده ووئيل قوانين خو جوړېږي خو په دې عملدرامد نه كېږي٬ كه په نوې رولز عمل وكړے شو نو زمونږ زياتره مسئلې به حل شي۔

مزید خبریں