د روان دور غوښتنو له مخې د اسمبلۍ قوانين نوي آئيني نظام سره سمول ضروري دي : د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ دوهم سپيكر

پېښور ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيكرې او د رولز اېڼد رېګولېشنز قائمه كمېټۍ مشرې ثریا بی بی وئيلي دي چې قائمه کمېټۍ او اسمبلۍ په رولز كښې به بدلون كولو تاريخي سنګ ميل ترسره كړے ۔ له پرله پسې هڅو څخه وروستو د کے پی اسمبلۍ رولز ته د موجوده حالاتو او ضرورتونو له مخې حتمي شكل وركړے شوے چې ورسره به د …

پېښور ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيكرې او د رولز اېڼد رېګولېشنز قائمه كمېټۍ مشرې ثریا بی بی وئيلي دي چې قائمه کمېټۍ او اسمبلۍ په رولز كښې به بدلون كولو تاريخي سنګ ميل ترسره كړے ۔ له پرله پسې هڅو څخه وروستو د کے پی اسمبلۍ رولز ته د موجوده حالاتو او ضرورتونو له مخې حتمي شكل وركړے شوے چې ورسره به د قانون سازۍ عمل لا ښه شي۔ دې د شورو په ورځ د اسمبلۍ قواعد و ضوابط توثیقی دستورې ته خطاب كولو۔ دې ووئيل د روان دور غوښتنو له مخې د اسمبلۍ قوانين نوي آئيني نظام سره سمول ضروري وو۔ دوهم سپيكرې ووئيل 37 كاله پس شوو دې بدلونونو كښې نوې چېپټرز هم شامل كړې شوي په كومو كښې چې لیډر آف اپوزیشن، پبلک پټیشن، پری و پوسټ بجټ بحث، بزنس اېډوائزری کمېټي ، کونسل آف چیئرپرسن، کونسل آف اسپیکر، کونسل آف چیف وِهپ او د كمېټۍ په غونډو كښې ورچوئل حاضری شامله ده۔ په دستوره كښې پخواني اسپيكر مشتاق احمد غنی هم د قواعد وضوابط په نكتو رڼا واچوله

مزید خبریں