پېښور10 ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره په پېښور كښې نوي تعينات د امريكې قونصل جنرل تهومس ايكرټ د شورو په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔د ګورنر هاؤس وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د امريكې قونصل جنرل تهومس ايكرټ ته په پېښور كښې په تعيناتۍ مباركي وركړه۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬دوه اړخيزه اولسي …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره پېښور كښې د امريكې قونصل جنرل تهومس ايكرټ ملاقات

مزید خبریں
پېښور10 ستمبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره په پېښور كښې نوي تعينات د امريكې قونصل جنرل تهومس ايكرټ د شورو په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔د ګورنر هاؤس وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د امريكې قونصل جنرل تهومس ايكرټ ته په پېښور كښې په تعيناتۍ مباركي وركړه۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬دوه اړخيزه اولسي اړيكو او بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د امريكې قونصل جنرل د صوبې قدرتي وسائلو او سرمايه كارۍ موقعو په اړه خبر كړو۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل پاك امريكا دوه اړخيزه سفارتي اړيكې يو تاريخ دے٬ پاكستان په خاص توګه خېبرپښتونخوا كښې د پرمختيائي شراكتدارۍ پروژو ته د قدر په سترګه ګوري۔په ملاقات كښې د امريكې قونصل جنرل په مېلمستيا كولو د خېبرپښتونخوا ګورنر مننه وكړه۔د امريكې قونصل جنرل بېلو څانګو كښې د مرستې او شراكتدارۍ پروژو زياتولو عزم هم څرګند كړو۔










