د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د قرارداد د لارې پاك پوځ او فضائيه ته پیرزوئنې

ګلګت۔9ستمبر(اے پی پی) ګلګت بلتستان اسمبلۍ د 6 ستمبر د پاكستان دفاع ورځ او 7 ستمبر د پاكستان د فضائيې ورځ په مناسبت سره قرارداد منظورولو كښې د مورني هېواد دفاع لپاره د پاك پوځ او د پاك هوائي پوځ قربانيو او مړانې ته د عقيدت پیرزوئنې ډالۍ كړې دي۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي دا دواړه ورځې د پاكستان د وسله والو ځواكونو د قربانيو يادګېرنه كوي۔ په خاص …

ګلګت۔9ستمبر(اے پی پی) ګلګت بلتستان اسمبلۍ د 6 ستمبر د پاكستان دفاع ورځ او 7 ستمبر د پاكستان د فضائيې ورځ په مناسبت سره قرارداد منظورولو كښې د مورني هېواد دفاع لپاره د پاك پوځ او د پاك هوائي پوځ قربانيو او مړانې ته د عقيدت پیرزوئنې ډالۍ كړې دي۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي دا دواړه ورځې د پاكستان د وسله والو ځواكونو د قربانيو يادګېرنه كوي۔ په خاص توګه په آپرېشن بنيان مرصوص كښې پاك پوځ او پاك هوائي پوځ د مړانې هغه ځانګړې دستانونه رقم كړل كوم به چې په تاريخ كښې تل ياد ساتلې شي۔ اسمبلۍ په دې موقع د وطن دفاع لپاره د ځانونو قرباني وركوؤنكو ته سلام وكړو۔ په قرارداد كښې دا هم ووئيل شول د ګلګت بلتستان اولس به د پاك پوځ قربانۍ تل يادې ساتي او د ګران هېواد حفاظت او سلامتيا لپاره پاك پوځ سره يو برابر ولاړ دے۔ دا قرارداد د ګلګت بلتستان وزيراعلی ٬ د ګلګت بلتستان د دفاع وزير او د اسمبلۍ غړي احمد حسېن په لاس ليك سره منظور كړے شو

مزید خبریں