كوئټه 09 ستمبر(اے پی پی)د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د عوامي نېشنل پارټۍ لارښود انجينئر زمرك خان اچكزئي د نهې په ورځ په كوئټه كښې د افغان قونصل خانې دوره كړی۔ده د افغان قونصل جنرل مولوي حبيب الله ناصر سره ملاقات وكړو او په افغانستان كښې د اوسنۍ زلزلې له امله په ځاني او مالي زيان يې د غم دړد څرګندونه وكړه ۔په دې موقع په زلزله كښې د شهيدو …
د بلوچستان اسمبلۍ غړي انجينئر زمرك خان اچكزئي په كوئټه كښې د افغان قونصل خانې دوره٬د زلزلې له امله په شوي زيان د غم دړد څرګندونه

مزید خبریں
كوئټه 09 ستمبر(اے پی پی)د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د عوامي نېشنل پارټۍ لارښود انجينئر زمرك خان اچكزئي د نهې په ورځ په كوئټه كښې د افغان قونصل خانې دوره كړی۔ده د افغان قونصل جنرل مولوي حبيب الله ناصر سره ملاقات وكړو او په افغانستان كښې د اوسنۍ زلزلې له امله په ځاني او مالي زيان يې د غم دړد څرګندونه وكړه ۔په دې موقع په زلزله كښې د شهيدو شوو افغانانو لپاره فاتحه خواني وشوه۔د صوبائي اسمبلۍ غړي انجينئر زمرك خان اچكزئي ووئيل عوامي نېشنل پارټي د افغان وروڼو په غم كښې برابر شريك ده۔د غم په دې سخت وخت كښې مونږ هغوي سره ولاړ يو۔ده ووئيل د عوامي نېشنل پارټي مشرتابه او كاركنان په دې سخت وخت كښې د افغان اولس سره د يو والي څرګندونه كوي۔










