پېښور ۔ 08 ستمبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د احساس اي – پنشن سسټم جاري كولو منظوري وركړې كومه به چې كال 2026 څخه نافذ العمل وي۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې په دې لړ كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعلی علي امين وئيلي چې دې آن لائن نظام سره به پینشنرز خپل پنشن لپاره د دفترونو چكرې …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د احساس اي – پنشن سسټم جاري كولو منظوري وركړه

مزید خبریں
پېښور ۔ 08 ستمبر (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د احساس اي – پنشن سسټم جاري كولو منظوري وركړې كومه به چې كال 2026 څخه نافذ العمل وي۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې په دې لړ كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعلی علي امين وئيلي چې دې آن لائن نظام سره به پینشنرز خپل پنشن لپاره د دفترونو چكرې لګولو څخه خلاصې ومومي۔ ده ووئيل دا به يو حقيقي پېپر لېس سسټم وي چې ورسره به سپېځليا او ځواب وركولو ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا به د ای۔ پنشن سسټم جاري كوؤنكې د هېواد لومړۍ صوبه وي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت تر دې دمه 36 بېل اولس خذمات آن لائن كړې دي او په نورو تندۍ سره كار روان دے۔ ده ووئيل ملازمين به ریټائرمنټ څخه 6 مياشتې وړاندې يو ساده ډیجیټل فارم ډكولو سره پنشن كېس داخلولې شي۔ ټول ضروري دستاوېزات به په پورټل اپ لوډ كولې شي۔ د وېری فکېشن او منظورۍ ټول كار به د ډيجيټل سسټم د لارې كولے شي۔ وزیر اعلیٰ، چیف سېکرټری او د خزانې سېكرټري به د ډېش بورډ دل ارې كاركردګي مانيټر كوي۔ د ټاكلي ټائم لائن دننه به پنشن د ريټائرډ ملازم بېنك اكاؤنټ ته منتقل كولې شي۔ د راروان كال 2026 د جنورۍ تر 15 مې نېټې د ای۔ پنشن سسټم په باضابطه توګه د پرانستې هدف ټاكلے شوے دے۔ د نوي سسټم اجراﺀ سره به د پنش د پراسېس وخت مياشتو څخه كمېدو سره څلورو اوونيو ته راشي۔









