ډیرہ اسماعیل خان 07 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی د اتوار په ورځ د ډیرہ اسماعیل خان دورہ وكړه، ده کمشنر آفس كښې سېلاب ځپليو له امدادی روپو چیکونو وركولو دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث ګډون وكړو او د وزیراعظم د اړخه ئې سېلاب ځپليو له چیکونه وركړل۔په دې موقع د ډي آئي خان کمشنر ظفرالسلام خټك ګورنر له د اوسني سېلاب …
ګورنر فیصل کریم کنډی د ډیرہ اسماعیل خان دورہ،وزیراعظم د اړخه سېلاب ځپليو له د امدادی رروپو چیکونه وركړل

مزید خبریں
ډیرہ اسماعیل خان 07 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی د اتوار په ورځ د ډیرہ اسماعیل خان دورہ وكړه، ده کمشنر آفس كښې سېلاب ځپليو له امدادی روپو چیکونو وركولو دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث ګډون وكړو او د وزیراعظم د اړخه ئې سېلاب ځپليو له چیکونه وركړل۔په دې موقع د ډي آئي خان کمشنر ظفرالسلام خټك ګورنر له د اوسني سېلاب په زيانونو او ځپليو بحالۍ په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل سېلاب ځپليو په غم دړد كښې شريك يو،ځپلي دې خپل ځان يواځي نه كڼي،د هغوي بشپږه بحالی به په هر صورت كښې باوري كولې شي۔دستوره كښې د قومی اسمبلۍ غرے سردار فتح اللہ خان میاں خیل، مسلم لیګ مرکزی لارښود ریحان ملک ایډووکیټ، د جمعیت علمائے اسلام تحصیل امیر کفیل احمد نظامی او انتظامی افسرانو ګډون وكړو۔









