د خاتم النبين حضرت محمدۖ د ولادت باسعادت په موقع د پاك پوځ لخوا په وفاقي پايه تخت كښې اسلام آباد كښې د 31 او په صوبائي سرښارونو كښې د 21 توپو سلامي وړاندې كړې شوې

  اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د خاتم النبين حضرت محمدۖ د ولادت باسعادت په موقع د پاك پوځ لخوا په وفاقي پايه تخت كښې اسلام آباد كښې د 31 او په صوبائي سرښارونو كښې د 21 توپو سلامي وړاندې كړې شوې٬ د حضرت محمد ﷺ جشنِ ولادت د خالي په ورځ په مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځلې كېږي٬ ګرد هېواد كښې د سهار لمونځ نه وروسته …

 

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د خاتم النبين حضرت محمدۖ د ولادت باسعادت په موقع د پاك پوځ لخوا په وفاقي پايه تخت كښې اسلام آباد كښې د 31 او په صوبائي سرښارونو كښې د 21 توپو سلامي وړاندې كړې شوې٬ د حضرت محمد ﷺ جشنِ ولادت د خالي په ورځ په مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځلې كېږي٬ ګرد هېواد كښې د سهار لمونځ نه وروسته د هېواد سلامتيا او خوشحالۍ لپاره خاص دعاګانې شوې۔ د يوم ولادتِ رسول ﷺ په موقع سهار وختي د پاك پوځ لخوا په څلورو واړو صوبائي سرښارونو كښې د 21 توپو او په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د 31 توپو سلامتي وړامندې كړې شوې٬ د سلامۍ نه وروسته د پاك پوځ ځوانانو تکبير نعره ووهله او په فضا د الله اکبر او د پاك پوځ زنده باد نعرې اوچتې شوې٬ د 12 ربيع الاوّل په موقع ګرد هېواد كښې چراغاں شوې٬ د ميلاد په محفلونو كښې د حضرتﷺ په خدمت كښې عقيدت وړاندې كړې شو او د آقائے دو جهاں ﷺ په حضور د درود او سلام ګلدستے هم وړاندې كړې شوې۔

مزید خبریں