وفاقي وزير انجينئر امير مقام سېلاب ځپليو ته د مرستې چېكونه وركړل

سوات 06 ستمبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سوات مينګوره ډسټرکټ کونسل هال كښې د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر سېلاب ځپليو له د مرستې چېكونه وركړي٬ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال طلحه برکي، د مالاکنډ کمشنر ډويژن عابد خان وزير، ډپټي کمشنر سوات سليم جان مروت ، د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ سينئر افسرانو او نورو …

سوات 06 ستمبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سوات مينګوره ډسټرکټ کونسل هال كښې د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر سېلاب ځپليو له د مرستې چېكونه وركړي٬ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال طلحه برکي، د مالاکنډ کمشنر ډويژن عابد خان وزير، ډپټي کمشنر سوات سليم جان مروت ، د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ سينئر افسرانو او نورو اړوند چارواكو سره سره منتخب نمائندګانو٬ د سول سوسائټۍ غرو ځپليو كورنيو په لويه شمېره موجود وو۔ ده ووئيل چې شهباز شريف په خاص امر پرون بونېر او نن په سوات كښې د سېلاب ځپليو كورنيو كښې د مرستې چېكونه تقسموم۔ ده ووئيل په سېلاب كښې د صوبې پنځه ضلعې ځپلې شوې دي۔ انجينئر امير مقام ووئيل چې وزيراعظم د صوبې او ګلګت بلتستان سېلاب ځپليو د مرستې ذمه وارۍ ما ته سپارلې دي او خپله لمحه په لمحه د مرستې د هلو ځلو نګراني كوي او ادارو ته د بجلۍ٬ ګاز او سړكونو د بحالۍ احكامات جاري كړې شوې دي۔ انجينئر امير مقام ووئيل زه خپله د اولس ٬ فلاحي ادارو او د سركاري ادارو مننه كوم چې ھغوي شپه او ورځ د سېلاب ځپليو هر ډول ممكنه مرسته كړې۔ د دې نه وړاندې د مالاكنډ کمشنر او نورو لوړو پورو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔

مزید خبریں