پېښور 06 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور وئيلي چې 6 ستمبر 1965 د پاكستانی قوم لپاره يوه تاریخی ورځ ده كله چې پاك افواج د دښمن د جارحیت نه صرف غاښونه ماتونكې ځواب وركړې بلكه د پاكستان د بقاء او سلامتیا لپاره ئې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره ثابت كړې چې مونږ يو ژوندې قوم يو او د خپل هېواد سلامتيا لپاره …
د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور په 6 ستمبر د دفاع ورځ په موقع پیغام

مزید خبریں
پېښور 06 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور وئيلي چې 6 ستمبر 1965 د پاكستانی قوم لپاره يوه تاریخی ورځ ده كله چې پاك افواج د دښمن د جارحیت نه صرف غاښونه ماتونكې ځواب وركړې بلكه د پاكستان د بقاء او سلامتیا لپاره ئې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره ثابت كړې چې مونږ يو ژوندې قوم يو او د خپل هېواد سلامتيا لپاره تر څه حد تللې شو۔د دفاع ورځ په موقع په خپل يو پیغام كښې د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ ووئيل په 6 ستمبر 1965 ورځ د وسله والو ځواكونو او پاكستانی قوم جذبه د كتلو وه،نن بيا مونږ له هغه جذبې ته اړتيا ده۔ده ووئيل د هېواد دفاع كښې زمونږ سیكیورټی ادارو چې د كوم جرات و همت مظاهره كړې هغه به عمر له د تاریخ په كتاب كښې په ښه ټكو ليدلې شي۔وزیراعلی د هېواد دفاع او سلامتیا په خاطر د خپلو ځانونو قرباني ورونكو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل مونږ به دج خپلو شهيدانو وينه بے ځايه بهاولو له نه وركوو او پاكستان په حقیقی معنو كښې د يو آزاد، مضبوط او سوكاله هېواد جوړولو له خپلي هلي ځلي رواني ساتو۔ده ووئيل هېواد سره مينه وړومبۍ تقاضا ده مونږ ټول بياد د هر ډول فرق او ګټو نه ځانله د هېواد او قوم بقاو سلامتی لپاره يو موټې شو۔دا مهال هېواد د كورنيو ، خارجی او مالی بحرانونو څخه وېستلو او معاشی استحكام لپاره يوې آزادانه او اوږدې مودي تګلاري ته اړتيا ده۔وزیراعلی د كشمیریانو سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيلي دي چې نړۍ دې د كشمير مسئله آسانه نه اخلي، انسانی حقوق نړيوالي ادارې بايد د دې مسئلې نزاكت او حساسیت پيژندلو سره او كشمير مسئله د اولسي هيلو ترمخه حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔وزیراعلیٰ په دې موقع د هېواد د دفاع او سلامتیا لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو شهيدانو ته او په خاص توګه معركه حق په مهال شهید شويو ځوانانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كړي۔









