لاهور05 ستمبر (اے پي پي) پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (پي ډي اېم اے) راوي، ستلج او په چناب درياب كښې د سېلاب څخه د شوو زيانونو تفصيلي رپورټ جاري كړے دے ٬ د پنجاب ريليف كمشنر د بارانونو او سېلاب په سبب په صوبه كښې د 3900 نه زياتې سيمې ځپلې شوې دي٬ په مجموعي توګه 38 لكه 92 زره كسان ځپلې شوي چې پكښې 18 لكه 38 زره د …
راوي، ستلج او چناب درياب كښې د سېلاب څخه د شوو زيانونو تفصيلي رپورټ

مزید خبریں
لاهور05 ستمبر (اے پي پي) پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (پي ډي اېم اے) راوي، ستلج او په چناب درياب كښې د سېلاب څخه د شوو زيانونو تفصيلي رپورټ جاري كړے دے ٬ د پنجاب ريليف كمشنر د بارانونو او سېلاب په سبب په صوبه كښې د 3900 نه زياتې سيمې ځپلې شوې دي٬ په مجموعي توګه 38 لكه 92 زره كسان ځپلې شوي چې پكښې 18 لكه 38 زره د ريسكيو آپريشن د لارې محفوظو ځايونو ته منتقل كړې شوي٬ په ځپلو سيمو كښې د مرستې 415 كېمپس او 466 طبي كېمپس لګولې شوي او د دې نه علاوه 398 ويټرنري كيمپس هم جوړ كړے شوې دي۔ د جاري رپورټ له مخې منګلا ډيم87 فيصد او تربيلا ډيم 100 فيصد ډك شوي دي دغسې د هند لخوا په ستلج درياب موجود بھاكړا ډيم 84 فيصد، پونګ ډيم 98 فيصد او تھين ډيم 92 فيصد ډك شوي دي چې په سبب ئې په ستلج كښې د اوبو د كچې زياتېدل امكان لري۔









