لاهور۔5 ستمبر(اے پی پی) سپریم کورټ بار اېسوسی اېشن د سېلاب ځپليو بحالۍ او مرستې لپاره فلډ ريليف فنډ جوړ كړے دے۔ په دې موقعه د سپريم كورټ بار سېكرټري بېرستر سلمان منصور ووئيل چې وكيلان بايد په دې سخت وخت كښې مصيبت سره د مخ شوو خپلو ورونړو مرسته كښې فعاله برخه واخلي۔ ده ووئيل وګړي د مرستې هلو ځلو څخه منع كول د حېرانتيا او افسوس خبره ده٬ …
سپريم كورټ بار سيلاب ځپليو لپاره فلډ ريليف فنډ جوړ كړو

مزید خبریں
لاهور۔5 ستمبر(اے پی پی) سپریم کورټ بار اېسوسی اېشن د سېلاب ځپليو بحالۍ او مرستې لپاره فلډ ريليف فنډ جوړ كړے دے۔ په دې موقعه د سپريم كورټ بار سېكرټري بېرستر سلمان منصور ووئيل چې وكيلان بايد په دې سخت وخت كښې مصيبت سره د مخ شوو خپلو ورونړو مرسته كښې فعاله برخه واخلي۔ ده ووئيل وګړي د مرستې هلو ځلو څخه منع كول د حېرانتيا او افسوس خبره ده٬ دا ډول اقدامات د قومي جذبې نفي كوي۔ د انتظاميې لخوا د داسې كوم ګام سخته غندنه كوو۔ ده ووئيل دسېلاب صورتحال سره د مخ وګړو مرسته كول زمونږ قانوني ٬ مذهبي او اخلاقي فرض دي او په سخت وخت كښې د مرستې كولو جذبه مونږ له نورو قامونو څخه ممتاز كوي۔ بېرسټر سلمان منصور زياته كړه چې په سپریم کورټ بار ھاؤسنګ سوسائټۍ كښې پرمختيائي كار تندۍ سره روان دے او ډېر زر به غړو ته لويه خوشخبري واورولې شي۔









