د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډا پور په مشرۍ كښې د روغتيا محكمې غونډه

پېښور ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د روغتيا محكمې غونډه وشوه په غونډه كښې چې د محکمې د ذېلی ادارې ډائرېکټورېټ آف ډرګ کنټرول اېنډ فارمېسی سروسز د تېرو مياشتو د كاركردګۍ بشپړ جاج واغستلے شو۔ د وزيراعلی د روغتيا سلاحكار احتشام علي او د روغتيا محكمې اعلی چارواكو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د اړوندو چارواكو …

پېښور ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علی امین خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د روغتيا محكمې غونډه وشوه په غونډه كښې چې د محکمې د ذېلی ادارې ډائرېکټورېټ آف ډرګ کنټرول اېنډ فارمېسی سروسز د تېرو مياشتو د كاركردګۍ بشپړ جاج واغستلے شو۔ د وزيراعلی د روغتيا سلاحكار احتشام علي او د روغتيا محكمې اعلی چارواكو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د اړوندو چارواكو لخوا وزيراعلی ته د ادارې د دائره كار ٬ مقاصدو ٬ مالي او انتظامي چارو ٬ رېګولېټري فرېم ورك او كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعلی ته ووئيل شول جنوري څخه تر جون مياشتې ادارې 6815 انسپکشنز وكړل او د داروګانو د 6935 نمونو معائنه وكړې شوه۔ په دې كښې 214 غېر معیاری ٬ 84 غېر رجسټرډ ٬ 69 جعلي او 78 مس برانډډ وګرځولې شول۔ دغسې د داروګانو 70 دکانونه سيل كړے شول او د 23 په ضد اېف آئي آرز درج كړے شول٬ 944 غیر قانونی آئټمز قبضه كړے شول۔ په ډرګ كورټ كښې 1198 کېسونه درج كړے شول او د 347 کېسونو پرېكړه واورولې شوه۔ په دې مهال 61 لكه څخه د زياتو روپو جرمانې هم ولګولې شوې۔ په غونډه كښې د ادارې د بېلو اصلاحاتي اقداماتو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعلیٰ غونډې ته خطاب كښې ووئيل د داروګانو معيار باوري كولو كښې ادارې مهم كردار ترسره كوي۔ ادارې لا مستحكمولو ٬ فعال كولو او دا د عصري غوښتنو له مخې سمولو له دې اقدامات وكړے شي۔ ده ووئيل په ګرده صوبه كښې دې په جعلي او غېر معياري داروګانو نظر ولرلې شي او د غېر معياري او جعلي داروګانو مخه نيولو له دې مؤثر كارروايۍ وكړې شي

مزید خبریں