پېښور04 ستمبر(اے پی پی)خېبرپښتونخوا كښې د 8 مياشتو په مهال د ترهه ګرۍ 605 پېښې رپورټ شوي چې پكښې 138 عام وګړي شهيدان شوي۔د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي رپورټ له مخې سږ كال وړومبو 8 مياشتو په مهال د ترهه ګرۍ 605 پېښې رپورټ شوي چې پكښې 351 تورن نامزد٬ 32 مړه او 5 نيولې شوي۔رپورټ له مخې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې 138 عام وګړي شهيدان٬ 352 ژوبل …
خېبرپښتونخوا كښې د 8 مياشتو په مهال د ترهه ګرۍ 605 پېښې رپورټ شوي چې پكښې 138 عام وګړي شهيدان شوي۔سي ټي ډي رپورټ
پېښور04 ستمبر(اے پی پی)خېبرپښتونخوا كښې د 8 مياشتو په مهال د ترهه ګرۍ 605 پېښې رپورټ شوي چې پكښې 138 عام وګړي شهيدان شوي۔د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي رپورټ له مخې سږ كال وړومبو 8 مياشتو په مهال د ترهه ګرۍ 605 پېښې رپورټ شوي چې پكښې 351 تورن نامزد٬ 32 مړه او 5 نيولې شوي۔رپورټ له مخې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې 138 عام وګړي شهيدان٬ 352 ژوبل شوي٬ سږ كال ټوله صوبه كښې 79 پوليس اهلكار شهيدان او 130 ژوبل شوي دي ۔سي ټي ډي رپورټ كښې وئېلي شوي تيره مياشت د ترهه ګرۍ 129 پېښې رپورټ شوي چې پكښې 17 عام وګړي شهيدان٬ 51 ژوبل شوي٬ترهه ګرو سره د جنګېدو په مهال 13 پوليس اهلكار شهيدان او 46 ژوبل شوي دي ۔تېره مياشت د ترهه ګرۍ تر ټولو زياتو 42 پېښو كښې 186 تورن نامزد شوي او مقابلو كښې 8 ترهه ګر هم وژلې شوي۔رپورټ له مخې تېره مياشت بنو كښې تر ټولو زياتې 42 ٬ شمالي وزيرستان كښې 15 ٬ سوئېلي وزيرستان كښې 14 ٬ دير كښې 11 ٬ ډي آئي خان او كرم كښې اته اته پیښې رامخې ته شوي دي












