شتمند دې د سیلاب ځپلو په پراخه زړه مرسته وكړي،چیئرمین اسلامي نظریاتي کونسل

لاهور04 ستمبر(اے پي پي) د اسلامي نظریاتي کونسل چئيرمېن علامه ډاکټر راغب حسین نعیمي شتمندو ته غږ كړے دے چې هغوي په دې سخت وخت كښې په پراخه زړه د سیلاب ځپلو مرسته وكړي۔ د دارالعلوم جامعه نعیمیه تر سېوري لاندې د عیدمیلاد النبیﷺ کلنه لاريون ته خطاب کښې ده ووئېل په ځپلو سيمو كښې د ریاستي ادارو مرسته او هلې ځلې د قدر وړ دي ۔ ده ووئېل د …

لاهور04 ستمبر(اے پي پي) د اسلامي نظریاتي کونسل چئيرمېن علامه ډاکټر راغب حسین نعیمي شتمندو ته غږ كړے دے چې هغوي په دې سخت وخت كښې په پراخه زړه د سیلاب ځپلو مرسته وكړي۔ د دارالعلوم جامعه نعیمیه تر سېوري لاندې د عیدمیلاد النبیﷺ کلنه لاريون ته خطاب کښې ده ووئېل په ځپلو سيمو كښې د ریاستي ادارو مرسته او هلې ځلې د قدر وړ دي ۔ ده ووئېل د حضرت محمدﷺ ولادت باسعادت په موقع اهل اسلام ته مبارکي وركوو۔ د ترهه ګرۍ ، انتها خوښۍ يوازينے حل په سیرتِ مصطفیﷺ ۖ كښې پروت دے۔ د لاريون پېل د جامعه نعیمیه نه وشو او د شاه ګړهۍ،کوئین میری کالج روډ،لاهور پریس کلب،پولیس لائنز نه په تېرېدو په دربار حضرت بي بي پاکدامن رحمةاللہ علیہ سر ته ورسېد ۔ د لاريون مشري چیئرمین اسلامی نظریاتي کونسل وناظم اعلی جامعه نعیمیه علامه ډاکټر محمد راغب حسین نعیمي وكړه ۔ چیئرمین اسلامي نظریاتي کونسل ووئېل د سیلاب ځپلو سيمو كښې په زرګونو كورنۍ د آسمان لاندې بغېر د چهت نه ژوند كوي ۔ اسلام مونږ ته د ایثار، خواخوږۍ او خدمتِ خلق درس راكوي ۔ دقرآن و سنت په رڼا كښې مصیبت سره د مخ كسانو مرسته نه يوازې دیني فریضه ده بلکې دا يوه قامي ذمه واري هم ده ۔ په دې مهال د جامعه نعیمیه انتظامیه د لاريون په مهال ښار كښې د امن و امان صورتحال باوري كولو او د ټریفک روان ساتلو په حقله د مقامي انتظامیه او پولیس مننه وكړه ۔

مزید خبریں