په افغان هولډنګ کیمپ لواړګي كښې نیوټریشن کیمپ جوړ كړے شو

پېښور۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د روغتيا سلاحكار احتشام علي په افغان هولډنګ كېمپ لواړګي كښې نیوټرېشن کېمپ جوړ كړے دے۔ د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې وياند له مخې د روغتيا سلاحكار احتشام علي وېنا ده چې په لنډي كوتل كېمپ كښې كوچنيانو او ناروغه مېرمنو ته د خوراك وېړيا آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د خوراك سخت كمي سره مخ كوچنيانو ته …

پېښور۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د روغتيا سلاحكار احتشام علي په افغان هولډنګ كېمپ لواړګي كښې نیوټرېشن کېمپ جوړ كړے دے۔ د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې وياند له مخې د روغتيا سلاحكار احتشام علي وېنا ده چې په لنډي كوتل كېمپ كښې كوچنيانو او ناروغه مېرمنو ته د خوراك وېړيا آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د خوراك سخت كمي سره مخ كوچنيانو ته خصوصي سپلېمنټس وركولې شي۔ ده ووئيل ناروغه مېرمنو ته اېم اېم اېس سپلیمنټس او خوراك په مشاورت سره وركولې شي۔ ده ووئيل د ډي جي هېلتھ نیوټرېشن سېل او ډی اېچ او خېبر په شريكو هڅو سره دا سېل جوړ كړے شوے دے

مزید خبریں