د پيپلز پارټي بلوچستان صدر سينيټر عمر ګورګيج په مشرۍ كښې د پلاوي د بي اين پي مشر سردار اختر جان مينګل سره ملاقات٬

كوئټه 04 ستمبر(اے پي پي) د وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي په امر د پيپلز پاړټي صوبائي صدر سينيټر سردار عمر ګورګيج٬د اطلاعات صوبائي وزير او سېكرټري ظهور احمد بليدي٬صوبائي وزير بخت محمد كاكړ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي عبيدالله ګورګيج او صوبائي جنرل سېكرټري رباني خان كاكړ د بلوچستان نېشنل پارټۍ مركزي صدر سردار اختر جان مينګل سره ملاقات كړے او د هغه تپوس پوښتنه يې كړې۔د پيپلز پارټي د بلوچستان …

كوئټه 04 ستمبر(اے پي پي) د وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي په امر د پيپلز پاړټي صوبائي صدر سينيټر سردار عمر ګورګيج٬د اطلاعات صوبائي وزير او سېكرټري ظهور احمد بليدي٬صوبائي وزير بخت محمد كاكړ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي عبيدالله ګورګيج او صوبائي جنرل سېكرټري رباني خان كاكړ د بلوچستان نېشنل پارټۍ مركزي صدر سردار اختر جان مينګل سره ملاقات كړے او د هغه تپوس پوښتنه يې كړې۔د پيپلز پارټي د بلوچستان وياند له مخې په دې موقع د دواړو ګوندونو لارښودو شاهواني سټيډيم په پېښه د غم دړد څرګندونې كولو سره د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه وكړه ۔پلاوي د شهيدانو كورنيو سره غمرازي٬ د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شوو روغ صحت لپاره دعا وكړه۔د پيپلز پارټي پلاوي د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ترهه ګرۍ د لارې به د بلوچستان پرامن سياسي ماحول له مينځه وړلو هڅې كاميابې نه شي٬اولس او سياسي مشرتابه په شريك اتحاد او يووالي دغسې ناوړه عزائم ناكامه كړي۔په دې موقع یه شريكه مرسته ٬ په سياسي هم غږۍ او د جمهوري اقدارو په وده هم اتفاق وكړے شو۔

مزید خبریں