د پشكال اوسنو بارانونو او ممكنه سېلابي چپو ترمخه ځاني زيان، املاك، سرکاری انفراسټرکچر ته لويې خطر دے۔ د بلوچستان د كورنيو چارو محکمه

کوئټه 03 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان حكومت د كورنيو چارو محکمې د اړخه جاري اعلامیې له مخې د پشكال اوسنو بارانونو او ممكنه سېلابي چپو ترمخه ځاني زيان، املاك، سرکاری انفراسټرکچر ته لويې خطر دے، د دغه اندیښنو له امله د بلوچستان کینال اینډ ډرینج آرډیننس 1980 او ضابطه فوجداری دفعه 144 ترمخه سمدستي اقدامات ضروري ګرځولې شوي۔په دې لړ كښې د كورنيو چارو محکمې ضلع نصیرآباد او سبی ډویژن كښې نهرونو، خوړونو ، هيډ ورکس، سرکاري حفاظتی اقدامات كښې مداخلت کولو، په غیر قانوني توګه عارضي یا مستقل بندونو جوړولو، غیر د اجازې مشیني آلات استعمالولو، قبضه كولو، کچه دکانونه يا د څاروو غوجل جوړولو، کلورټس یا پلونه بلاك كولو، غیر د اجازې لامبو وهلو او په كومې هم سېلابی کارروائۍ كښې په خنډانو راولاړولو بشپړ بنديز لګولے دے۔