كوزه كرمه كښې د مسافرو په ګاډي ډزې ٬ 6 كسان په حق ورسېدل

پیښور۔ 3 ستمبر (اےپي پي) كوزه كرمه كښې د مسافرو په ګاډي د نا معلومه وسله والو په ډزو كښې 6 كسان په حق ورسېدل۔ د كرم ضلعې پوليس وياند تر مخه د كوزې كرمې په احمد خان كلي كښې د پاړه چمكني څخه صدر ته په روان ګاډي نامعلومه كسانو په خود كاره وسله ډزې كړي جې پكښې 6 كسان په حق رسېدلي د كومو مړي چې نزدې روغتون ته منتقل كړے شول۔ د پوليس وياند تر مخه سمدستي د ډزو سبب معلوم نه شو خو د پیښې پلټنې رواني دي او سيمې ته د پوليس نفري رسېدلې ده۔ د كرم څخه د قامي اسمبلۍ غړي انجينئر حميد حسېن د پیښې غندنې كولو سره ووئېل د احمد خان كلي غونډې امن لرونكې سيمه كښې پیښه د پوهې نه پرته ده او په سيمه كښې د منظم سازش كولو تر مخه د نا امنۍ خپرولو كوشش دے۔ اولس دې دا سازش ناكامه كولو سره د امن لاره هواري كړي۔ بل پلو د طوري بنګش قبائلي لارښودو د پیښې غندنې كولو سره د حكومت څخه د سمدستي پلټنو كولو او د ككړو كسانو په ضد د كاروائۍ غوښتنه كړې ده۔