پېښور 03 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د سماجي بهبود صوبائي وزير سيد قاسم علي شاه په افغانستان كښې د زلزلې له امله په مالي او ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور افغان اولس لپاره د هر ډول ممكنه مرستې وړاندېز كړے او حكومت په دې لړ كښې د مرستې د ضروري سامان …
صوبائي وزير سيد قاسم علي شاه افغانستان كښې د زلزلې له امله په مالي او ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه
پېښور 03 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د سماجي بهبود صوبائي وزير سيد قاسم علي شاه په افغانستان كښې د زلزلې له امله په مالي او ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور افغان اولس لپاره د هر ډول ممكنه مرستې وړاندېز كړے او حكومت په دې لړ كښې د مرستې د ضروري سامان 35 ټركونه استولي دي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د زلزله ځپلو هر ډول ممكنه مرستې كولو له چمتو دے ٬ صوبائي حكومت د غم په دې ګهړۍ كښې افغان وروڼو سره ولاړ دے د هغوي غم خپل غم ګڼي۔












