د تعليم صوبائي وزیرې د بلوچستان نیشنل پارټي په جلسه كښې د چاودنې غندنه وكړه، د ترهه ګرو عزائم د ناکامه كولوعزم

کوئټه۔ 03 ستمبر (اے پي پي) د تعليم صوبائي وزیرې راحیله حمید خان دراني تېره ورځ د بلوچستان نیشنل پارټي په جلسه كښې د شوې چاودنې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ هغې ووئېل د ترهه ګرو ناوړه عزائم به ناکامه كولې شي او سیاسي جلسې او جلوسونه د ترهه ګرۍ د لارې څوك نشي يرولې۔ دا خبره هغې خپل جاري بيان كښې وكړه ٬ هغې ووئېل د ترهه ګرۍ …

کوئټه۔ 03 ستمبر (اے پي پي) د تعليم صوبائي وزیرې راحیله حمید خان دراني تېره ورځ د بلوچستان نیشنل پارټي په جلسه كښې د شوې چاودنې په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ هغې ووئېل د ترهه ګرو ناوړه عزائم به ناکامه كولې شي او سیاسي جلسې او جلوسونه د ترهه ګرۍ د لارې څوك نشي يرولې۔ دا خبره هغې خپل جاري بيان كښې وكړه ٬ هغې ووئېل د ترهه ګرۍ دا کارروائۍ په جمهوریت او قامي اتحاد بريد دے۔ هغې ووئېل دا المناکه پیښه زمونږ عزم غېر متزلزل كولې نشي ۔ مونږ به د ترهه ګرۍ د هرې کارروائۍ مقابله په شريك اتحاد او عزم كوو۔ راحیله حمید خان دوراني په دې پیښه كښې د شهيدو شوو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغ صورت لپاره هم دعا وكړه او باور يې وركړو چې په سرکاري توګه د ژوبل شوو درملنې لپاره به هر ممكن مرسته وركولې شي ۔صوبائي وزیرې ووئېل حکومت د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې به هيڅ بې غوري نه كوي او د ترهه ګرو عزائم به خاورې كولې شي ۔ هغې اولس ته غږ وكړو چې په حکومتي ګامونو كښې مکمل مرسته وكړي ۔