ترهګرو له به په هېڅ صورت د صوبې امن له مينځه وړولو اجازه ورنه كړې شي۔ وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي

کوئټه 03 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلې مير سرفراز بګټي وئيلي دي ترهګرو ته به په هېڅ صورت د صوبې امن له مينځه وړولو اجازه ورنه كړې شي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د امن او امان په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې٬ په غونډه كښې د داخله چارو ايډيشنل چيف سيکرټري حمزه شفقات او د بلوچستان آئي جي سعيد وزير …

کوئټه 03 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلې مير سرفراز بګټي وئيلي دي ترهګرو ته به په هېڅ صورت د صوبې امن له مينځه وړولو اجازه ورنه كړې شي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د امن او امان په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې٬ په غونډه كښې د داخله چارو ايډيشنل چيف سيکرټري حمزه شفقات او د بلوچستان آئي جي سعيد وزير په شاهواني اسټيډيم كښې تېره شپه د ترسره شوې چاٶدعنې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعليٰ ووئيل د امن بحالۍ لپاره كېدونكې اقدامات دې لا موثر كړے شي ٬ د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره به بې غورې نه برداشت كېږي۔ ده چارواكو ته ووئيل د پېښې په اړه دې اولس او ميډيا د حكومتي اقدامات نه خبر كړې شي دغسې چې د ډنډورو حوصله ماته شي او په حقائق اډانه صورتحال اولس ته ورمخې ته شي۔ ده ووئيل د پېښې ذمه وار ترهګر به منطقي انجام ته رسولې شي۔ ده په پېښه كښې د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره ووئيل د شهيدانو كورنۍ به تنها نه پرېږدو٬ حكومت دوي سره ولاړ دے او پېښه كښې ژوبل شوو ته طبي سهولتونه وركړے كېږي۔ ده د 12ربيع الاول پروګرامونو لپاره د امنيتي پروګرام مرتب كولو امر سره ووئيل اولس دې د جلوسونو او اجتماعات په مهال حكومت او ادارو سره مرسته وكړي دغسې چې مذهبي اجتماعات په سوله ايز او بهتر ډول باوري كړې شي۔ په غونډه كښې د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان، ايډيشنل چيف سيکرټري داخله حمزه شفقات، لنډ مهاله آئي جي پوليس سعيد وزير، پرنسپل سيکرټري بابر خان، د كوئټه ډويژن کمشنر شاه زيب کاکړ، ډي جي ليويز عبدالغفار مګسي او نورو چارواكو ګډون وكړو۔