کوئټه 03 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده مير جمال خان رئيساني په سرياب روډ د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره بريد د انسانيت په ضد سنګين جرم ګرځولے دے۔ خپل بيان كښې ده ووئيل بې ګناه وګړي په نخښه كول نا بخښونكے او بزدلانه عمل دے ٬ دا ډول بريدونو سره هېواد دښمنه عناصر د امن او پرمختګ عمل له مينځه وړل غواړي ۔ ده په …
د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده مير جمال خان رئيساني په سرياب روډ د ځانمرګي بريد غندنه وكړه
کوئټه 03 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده مير جمال خان رئيساني په سرياب روډ د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره بريد د انسانيت په ضد سنګين جرم ګرځولے دے۔ خپل بيان كښې ده ووئيل بې ګناه وګړي په نخښه كول نا بخښونكے او بزدلانه عمل دے ٬ دا ډول بريدونو سره هېواد دښمنه عناصر د امن او پرمختګ عمل له مينځه وړل غواړي ۔ ده په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ او افسوس څرګندونه وكړه۔










