كوئټه 03 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان عوامی ګوند مركزی نائب صدر او د بلوچستان د كورنيو چارو پخواني وزیر میر ضیاء اے لانګو د كوئټې شاهوانی سټیډیم ته نزدې د بی این پی په جلسه ترسره شوے بمي بريد غندلے دے۔ ده په خپل يو بيان كښې ووئيل بے ګناه وګړي په نخښه كوونكې ترهه ګر د هيڅ ډول رعایت مستحق نه دي،ترهه ګر په صوبه كښې د …
میر ضیاء لانګو د بی این پی په جلسه ترسره شوے بريد وغندلو
كوئټه 03 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان عوامی ګوند مركزی نائب صدر او د بلوچستان د كورنيو چارو پخواني وزیر میر ضیاء اے لانګو د كوئټې شاهوانی سټیډیم ته نزدې د بی این پی په جلسه ترسره شوے بمي بريد غندلے دے۔ ده په خپل يو بيان كښې ووئيل بے ګناه وګړي په نخښه كوونكې ترهه ګر د هيڅ ډول رعایت مستحق نه دي،ترهه ګر په صوبه كښې د ويرې ترهې خپرولو او د پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو ناوړه هڅې كوي خو د بلوچستان اولس به خپلو لوړو حوصلو او يووالي سره د دښمن هر سازش ناكامه كوي۔ده ووئيل شاهوانی سټیډیم سره نزدې د بی اېن پی په جلسه كښې د چاؤدنې له امله شوې ځاني زيان قامي پېښه ده٬ د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوو۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې ځپليو كورنيو سره ولاړ يوو او د هغوې په غم دړد كښې يو برابر شريك يوو۔ ده د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔










