کوئټه۔ 03 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان نېشنل پارټۍ اولسي غونډې په پايه كښې شاهواني اسټيډيم ته نزدې رامخې ته شوې د چاؤدنې پېښه كښې د مړو شمېره 13 ته ورسېده او 31 نور ژوبل دي۔ د نهې په ورځ د كوئټې په سرياب سيمه كښې د چاؤدنې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د بلوچستان نېشنل پارټۍ غړي د بلوچستان پخواني وزيراعلی سردار عطا اے …
د بي اين پي اولسي غونډې چاؤدنې پيښه كښې د مړو شميره 13 ته ورسيده ٬ 31 ژوبل
کوئټه۔ 03 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان نېشنل پارټۍ اولسي غونډې په پايه كښې شاهواني اسټيډيم ته نزدې رامخې ته شوې د چاؤدنې پېښه كښې د مړو شمېره 13 ته ورسېده او 31 نور ژوبل دي۔ د نهې په ورځ د كوئټې په سرياب سيمه كښې د چاؤدنې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د بلوچستان نېشنل پارټۍ غړي د بلوچستان پخواني وزيراعلی سردار عطا اے مينګل تلين حوالې سره د راجوړې كړې شوې اولسي غونډې په ختمېدو اسټيډيم څخه بهر راوتل۔ د چاؤدنې پېښې څخه وروستو د روغتيا صوبائي وزير بخت اېم كاكړ سول روغتون ته ورسېد او په ذاتي توګه يۍ طبي مرستې سره د اړوندو چارو نګراني وكړه۔ په دې موقعه صوبائي وزير ووئيل پېښې څخه وروستو په ټولو روغتونونو كښی اېمرجنسي نافذ كړې شوې ده ٬ ډاكټران او طبي عمله په سمدستي توګه رابللې شوې ده٬ ژوبل شوو ته غوره طبي آسانۍ وركولې شي٬ اېمبولېنس سروسز او پېرا مېډیکل عمله هائي الرټ كړې شوې ده۔ د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بګټي د فضائی سروسز كارولو امر كولو سره وئيلي دي چې د شاهواني اسټېډيم پېښې زيات ژوبل شوي كسان دې د ډاكټرانو په تجويز درملنو له كراچۍ ته منتقل كړې شي۔ بلخوا هغه د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره د لاهور خپله دوره منسوخ كړه او په فوري توګه كوئټه ايئرپورټ څخه بېرته وزيراعلی سېکرټرېټ ته ورسېد۔ ده آئی جی پولیس بلوچستان ته د پېښې د پلټنيو امر كولو سره رپورټ وغوښتلو۔ وزیراعلی ټوله شپه د صورتحال جاج واغست او د روغتيا صوبائي وزير څخه يۍ د ژوبل شوو د درملنو او طبي آسانيو په اړه معلومات ترلاسه كړل۔










