د خېبر پښتونخوا وزيراعلي سره د المان سفيرې اينا ليپل وليدل

پېښور 02 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډا پور سره د المان سفيرې اينا ليپل د نهې په ورځ ليدلي۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو په خاص توګه په صوبه كښې دالمان ادارو په مرسته جاري د اولسي خېرښګرې په منصوبو د خيالاتو څرګندونه كړې٬ په دې موقع په بېلا بېلو سماجي څانګو كښې اشتراک کار او د مرستې د دائره كار پراخه كولو ته سلا شوې۔ د وزيراعلي هاٶس وياند له مخئ په دې موقع د قامي اسمبلۍ غړې فېصل امين ګنډا پور، د ځنګلاتو څانګې اعلٰې چارو او د المان سفارت چارواكي هم موجود وو۔