پېښور 02 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا پراونشل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ (پي ډي اېم اے) د افغانستان زلزله ځپلو لپاره 35 ټرك د مرستې سامان لېږلے۔ د پي ډي اېم اے له مخې د وزيراعليٰ صوبائي ريليف لپاره خاص مرستيال ملك نيك محمد خان داوړ، چيف سيکرټري شهاب علي شاه، سيکرټري ريليف يوسف رحيم او د پي ډي ايم اے ډي جي اسفنديار خټک افغان قونصل جنرل محب الله شاکر ته سامان سپارلې٬ د خېبر پښتونخوا حكومت صوبائي مرستيال ملك نيک محمد خان داوړ ووئيل چې صوبائي حكومت په هره سخته كښې افغان اولس سره ولاړ دے او د ځپليو كورنيو تر بحالۍ به مرسته جاري وي۔ د مرستې په سامان كښې خيمے، ترپالونه، کمبلے، فوم، بالختونه او داروګان شامل دي۔ په دې موقع افغان قونصل جنرل په مرسته كولو د صوبائي حكومت مننه كولو سره ووئيل چې دا اقدام د دواړو هېوادونو د ورورولۍ عكاسي كوي۔ د يادونې وړ ده چې افغانستان په كنړ ولايت كښې د زلزلې په سبب 1124 مړه او 3251 ژوبل شوي دي او د دې نه علاوه د د زرګونو په شمېر خونې هم ړنګې شوې دي۔