د خيبر پښتونخوا ګورنر افغان قونصل جنرل حافظ محب الله شاكر سره ټېليفوني تماس ٬د زلزلې له امله په لويه پيمانه په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه

پیښور01 ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په پېښور كښې افغان قونصل جنرل حافظ محب اے شاكر سره ټېليفوني تماس ونيولو او هغه سره يۍ افغانستان كښې د راغلې سختې زلزلې په نتيجه كښې په لويه كچه شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ګورنر افغان قونصل جنرل سره په افغانستان كښې د زلزلې دلاسه د ګڼ شمېر قيمتي ځانونو په زيان غمرازي كړې ده۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر افغان قونصل جنرل ته د خپل او صوبې اولس لخوا زلزله ځپليو سره د هر ممكنه مرستې كولو باور وركړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د زلزلې له امله په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي هم ښكاره كړه۔ ده د ژوبل شويو لپاره د زر روغتيا دعا وكړه۔ ۔فيصل كريم كنډي ووئيل چې په دې سخت وخت كښې ټول هېواد په خاص توګه د خېبرپښتونخوا اولس افغان حكومت او افغان اولس سره ولاړ دې او د غم جنو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك دے۔