په خيبر پښتونخوا كښې پوليو كمپائن پيل شو ٬ 57 لکه 50 زره كوچنيانو ته به قطرې وركولې شي

پېښور ۔ 01 ستمبر(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې پوليو كمپائن پېل شوے دے۔ د پولیو ایمرجنسی آپرېشن سنټر خېبرپښتونخوا له مخې پوليو كمپائن به په دوه پړاؤنو كښې ترسره كولے شي په اولني پړاؤ كښې به د ستمبر اولنۍ نېټې څخه تر 4 مې نېټې د پېښور ، مردان، صوابۍ، نوښار ٬ او چارسدې په شمول 16 ضلعو كښې بشپړ او په 3 ضلعو كښې جزوي كمپائن چلولے …

پېښور ۔ 01 ستمبر(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې پوليو كمپائن پېل شوے دے۔ د پولیو ایمرجنسی آپرېشن سنټر خېبرپښتونخوا له مخې پوليو كمپائن به په دوه پړاؤنو كښې ترسره كولے شي په اولني پړاؤ كښې به د ستمبر اولنۍ نېټې څخه تر 4 مې نېټې د پېښور ، مردان، صوابۍ، نوښار ٬ او چارسدې په شمول 16 ضلعو كښې بشپړ او په 3 ضلعو كښې جزوي كمپائن چلولے شي۔ په دويم پړاؤ كښې به 15 څخه تر 18 ستمبر بنو، باجوړ او د ډي آئي خان ډويژن په 7 ضلعو كښې كمپائن روان ساتلے شي۔ د كمپائن په مهال به 5 كاله څخه د كم عمر 57 لکه 50 زره كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو قطرې وركولې شي۔ مهم كامياب جوړولو له 27 زره پوليو ډلې تشكيل كړې شوي دي۔ دغسې 40000 څخه زيات سكيورټي اهلكار دې مهم لپاره تعينات كړې شوي دي۔ چارواكو مور پلار ته اپيل كړے چې هغوي پوليو ډلو سره مرسته وكړي او خپلو كوچنيانو ته قطرې وركول باوري كړي

مزید خبریں